
پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی د ( ۱۳۳۴ ل) كال د ثورد مياشتې په یوویشتمه د کندهار ښار په لومړی ناحیه کې زېږېدلی دی. د کابل د محمود هوتکي له ښوونځي وروسته په (١٣٥٤ل ) کې له حبيبې عالي ليسې څخه فارغ سوی او په (١٣٥٨ل) کال کي یې دکابل له کرنې پوهنځی د مېوو او ځنګلونو له څانګې څخه لیسانس او په (١٣٦٧ ل) کال کې يې د تاجکستان د کرنې له انېستيتوت څخه د میوو د روزولو برخه کې ماستري تر لاسه کړې ده ، هغه د ننګرهار پوهنتون دکرنې په پوهنځی کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې او هم يې په نړيوالو موسسو کې دمېوو د روزولو په برخه کې کار کړی دى.
ښاغلی نظري له( ۱۳۶۰ ل ) کال راهېسي د ادبیاتو ( طنز او کیسو) په برخه کې ډیرې لیکنې کړي دي، چې د هغه وخت په رسنیو کې چاپ سوي دي او له دوو طنزونو( مډرنه سیالي او د غوښو د ضررونو) څخه یې تلویزیوني نندارمې جوړي سوي دي .
ښاغلی نظري له( ۱۹۹۸م ) کال راهیسې د لندن په ښار کې اوسېږي او د محمود نظری په نامه یوه وب پاڼه چلوي.
ښاغلی نظري په کال( ۱۳۶۲ ل) کې واده کړی دی ،څلور زامن او پېنځه لوڼي لري.
د ښاغلی نظری دوه کتابونه په انګریزي او دوه کتابونه په دری چاپ سوی دی تر اوسه یي ټول اویا کتابونه چاپ سوی او په خپل وب سا یت کي انلاین کړي دي.
مینوال کولای سي ټول کتابونه انلاین وړیا ولولي ، د پایلوچانو کیسې واوري او ترخه طنزونه وګوري.
-
زعفران ( د زعفرانو کرل)
-
باغواني ( د باغ د جوړولو اساسات)
-
د څوکۍ خوند ( د ادبي طنزونو ټولگه)
-
سر خلاص که ! ( د ادبي طنزونو ټولگه)
-
انساني سرکس ( د ادبي طنزونو ټولگه)
-
پايلوچ بنگ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولگه (
-
خندنۍ بهرنۍ ټوکې- لومړی ټوک
-
خندنۍ بهرنۍ ټوکې- دویم ټوک
-
خدا روزيش کنه ... (د ادبي طنزونو ټولگه په دري (
-
آسماني کتابونه (شننه او سپړنه(
-
اسلام او نننۍ ساینس- لومړی ټوک (شننه او سپړنه(
-
هوا ( د لنډو کيسو ټولگه (
-
پایلوچان(ناول(
-
مهاجر زمری ( د سیاسي طنزونو ټولگه(
-
انساني لمبر پلیټ ( د سیاسي طنزو ټولگه(
-
لوبه ( د سیاسي طنزونو ټولگه(
-
د قیامت نښې (شننه او سپړنه(
-
له ټولو پوروړی ( د سیاسي طنزونو ټولگه(
-
لږ ببر سه د زړه سره (د سیاسي طنزونو ټولگه(
-
افسانه یې الوتونکي (شننه او سپړنه (
-
د طنز لیکنې اساسات (شننه او سپړنه(
-
روح څه شی ده؟(شننه او سپړنه(
-
د پيشو د وژلو شپه (د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
شیطان پېژندنه (شننه او سپړنه)
-
د طنزنړیوال تاریخ-لومړی ټوک
-
د طنزنړیوال تاریخ-دویم ټوک
-
د طنزنړیوال تاریخ-درېیم ټوک
-
د طنزنړیوال تاریخ-څلورم ټوک
-
خوب او د خوب لیدولو راز (شننه او سپړنه)
-
خبرې کوونکی خر ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
د سبو پاچا ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
ملایکې(شننه او سپړنه)
-
پیریان (شننه او سپړنه)
-
د میوو اوسبو تازه ساتنه (شننه او سپړنه)
-
مه ځه امریکا ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
ما یو وار باچا که! ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
سوډر ته رایه ورکړه ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
په ګړنی ادبیاتو کي طنز(شننه او سپړنه)
-
جنت او دوږخ (شننه او سپړنه)
-
اسطوره یې او افسانه یې موجودات (شننه او سپړنه)
-
د انسان پیدا یښت (شننه او سپړنه)
-
ماشیني جنرالان( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
انګور(شننه او سپړنه)
-
انار(شننه او سپړنه)
-
د ګلونو کر(شننه او سپړنه)
-
عجیبې میوې (شننه او سپړنه)
-
قران او ساینس دویم توک(شننه او سپړنه)
-
د بنو جنګ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
د نورو سیارو موجودات(شننه او سپړنه)
-
د قران د یو کلمې څو ماناوي(شننه او سپړنه)
-
الله (ج) پيژندنه(شننه او سپړنه)
-
تصوف(شننه او سپړنه)
-
دین ،ایمان اوعبادت(شننه او سپړنه)
-
غوره ملغلرې(شننه او سپړنه)
-
غیر داستاني ادبیات(شننه او سپړنه)
-
دغلو شهنشاه ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
فنري جنرالان( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
اصلي غل ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
-
د واده کتاب (شننه او سپړنه)
-
په انګریزي ناول Kandahar’s pylochan-
-
قران او ساینس درېیم توک(شننه او سپړنه)
-
ډیموکراسۍ ( طنزیه څلورېزې)
-
اخوندکراسۍ (طنزیه څلورېزې)
-
چړي ستان( طنزیه څلورېزې)
-
منافقستان( طنزیه څلورېزې)
-
د جالستان( طنزیه څلورېزې)
-
حیوانیت( طنزیه څلورېزې)
-
پایلوچ های قندهار( ناول)
-
the test of chair
-
ادبستان( پندونه)