top of page
Search

سربداله افغان ته! - ۲۲

سربداله افغان ته! - ۲۲


طنز- محمود نظري


واکمنو ویل د انجونو د مکتب تر شا حکمت دی

یو ساده ویل والله د پوهنتون تر شا هم حکمت دی!!

ټول ولس ټوله ورځ ګرځي داحکمت نه پیداکیږي

یو لیوني یو ماشوم تر غوږ نیولی په کشولو ویل دا حکمت دی

***

له اهلي ځان خلاصول تل په عقلمندي کیږي

لکه د هند آزادي له انګریز په خوی د انساني کیږي

باچا خان له پاکستانه سره عدم تشدد پيل کړ

له وحشي کله بې توره اخیستل د آزادي کیږي

***

هر غدار چې راځي یا ځي زموږ کلتور او غیرت چختاړ وي؟

ټول ملي شتمني او اثار مو ولي هر بی نزاکت ویجاړ وي؟

ورک سه نوربس دي، دا زوړ لوټ دلته نور نه چلیږي!

تا لیدلي دین واکان مسلمانان د اسلام په ضدیت راولاړ وي ؟؟؟؟

***

انسان غوښتنه د لوړ الوتنګ له منځه وړي

وسپنه اخیر خپل زنګ له منځه وړي

چې هر شی په خپل قالب کي وي ارامي وي

ملتونه له قالبه خپل وتنګ له منځه وړي

***

افغانان شرعي حدود په عمري عدالت کې غواړي

له لوږې مړ ولس له خدايه واکمن سبا په ذلت کې غواړي

د لوی جاني لخوا د وړ قاتل قصاص باندې خندا راځي

په بې وخته زنانه اذانو دا واکمن اسلام په خجلت کې غواړي

جانی ( د انسانانو قصاب )

***


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page