طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱
- محمود نظری
- Feb 25, 2024
- 1 min read
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱
محمود نظري
ژوند لکه د جنګ یو میدان دی
هلته د انسان د کړو امتحان دی
د زړو او بدو سوچو لیري تښته
تل خر ښه تر بدسوچه انسان دی
***
په ژمي کې ونې خپلي پاڼې چې بوج سي تویوي
مار خپل پوست په ګرمی کې چې بوج سي تویوي
تر بیخي ډیر بی ثمره پوځ لږ منظم لښکر ښه دی
پوه ولس هم ژر چې جهالت یې بوج سي تویوي
ډم ( داوبو بند)
***
پاکي ښځې دي بد نامه کړې شیطانه!
لکه خر تر شا ښه او هوسا ځي اسانه
د سپکوپه خبرو سړی نه بې قدره کېږي
ته توره وریځ یې وطن نه پرېږدې روښانه
***
Comentarios