طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹
- محمود نظری
- Feb 25, 2024
- 1 min read
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹
محمود نظري
دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي
په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي
تر څو نر او ښځه عصري زده کړه ونه کړي دلته
وطن ترشا ځي که یو تورلاندې ترسپین ځل پاته وي
***
ترازو یوازې وزن ښیي وجدان نه
متر یوازې د چا قد ښیي ایمان نه
دهر چا درد د هغه تراخیر توانه وي
اوښکه یوازې درد ښيي درمان نه
***
سیاست د درواغجن زوی دی رښتیا نه لري
د چا چې مغز تش وي خوله د خندا نه لري
له مړینې مه ویرېږه له مړ وجدانه وویرېږه
خپله حرکت وکړه هر شی ته ګټه دعا نه لري
***
Comments