طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰
- محمود نظری
- Feb 25, 2024
- 1 min read
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰
محمود نظري
که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي
که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا بیايي
ناروغه کله کله سالم دوستان هم ناروغوي، ماسک وتړه!
ښه نظام هغه دی پوهان په چلول ان تر امریکا تر شا بیایي
شوده ( ناپوه) ، خچل( پوری وهل )
***
لمر په روښنايي کې راخېږي سپوږمۍ په تیاره کې!
ټول ښه ستوري د شپې سترګګونه وي په تیاره کې!
هر چا ته یو بد او بل ته ښه دی وګوره دخلکو عدالت
سهار شمعه مړه کېږي په جرم د روښنايي په تیاره کې
***
په انسان چې د ژوند دایره تنګه سې له بهره سر راباسي
که په ګل بوټي فضا تنګه سي له بل وره سر راباسي
بد سړی چې مړسي ولس ارام سي او په ښه هم خپله
د نادان چې خوله خلاصه سي در و ګهر بهر سرراباسي
***
Komentáře