طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۷
- محمود نظری
- Feb 25, 2024
- 1 min read
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۷
محمود نظري
هره بلاربونه وچ سترګي ده، خو د کانګرو له عالمه ماسیوا
دعقلمندو کړه وړه ازادګي ده، خو د بېعقلو له عالمه ماسیوا
غلام ان ملي سوچ کولای نسي تل د بادار په ګټې سوچ کوي
د سیکانو د وړیو تجارت دی ،خو د شېخو له عالمه ماسیوا
(کانګروګان د یوځای والی لپاره لکه غیږ بازان په پسته مځکه کی تر یو ځایوالی پوری له غیږ نیول مستي کوي ) ، بلاربونه(کورداری)
¯¯¯
له مات بوتله ناروا شراب نه څښل کیږي
د ناپاک بوټله هم ناروا شراب نه څښل کیږي
موږ هغه د شرابو مات او ناپاک بوتلان یو
په موږ کې دعصري علم شراب نه څښل کیږي
***
واه جاهله! خپل سوچ اسلامي بولې؟
مانا دا علمي دین هم ډیر جاهلي بولې
په علمي دین تور د سوچ بدنامي ده
ولي خپل سوچ لوړ ترعلم د خدایي بولې؟
***
Comments