سربداله افغان ته! - ۲۵
- محمود نظری

- May 7, 2023
- 1 min read
سربداله افغان ته! - ۲۵
طنز- محمود نظري
نن اصیل انسان کله د بد انسان ځواب ویلای سي
هر کله شیطان د بل شیطان ځواب ویلای سي
نن ورځ رښتیا ، عطر او ناداني له چا کله پټیږي
له نادان سره خبرو ته خپله نادان ځواب ویلای سي
**
ښه سړی خپله ملامتي بیخي نه مني
تیرتاریخ او جغرالیه بیخي نه مني
آزادي د بلي خرابي غلامي په بیه مه اخله
هغه چې نصیحت کوي د بل بیخي نه مني
***
دانا چې هر څه پوهیږي، سوچ کوي لا په څه نه پوهیږي
چې وایي په هر څه پوهیږم، تر ماشوم لا په څه نه پوهیږي
دلته زموږدانا هغه دي چې نه پوهیږي په هیڅ نه پوهیږي
چې حلال زموږ عالم مردار بولي ووایه، دا به په څه پوهیږي
***
اوس الپي الا له بازاره په منډه تیریږي
لکه د مازیګر لمر له یوه څنډه تیریږي
هغه اوښکه چي سترګه نه لندوي زړه چوي
ښه اوبد ټوله لکه تندر بې ځنډه تیریږي
الپی الا( ډیر مفلس)، توره بډه ( تیاره)
***
هر څه چې کوې شاباس دا نن یې کوه!
په سبا مي مه ختاباسه دا نن یې کوه!
څه مالوم سبا بله ورځ بل يي دود وي
دا نن د ډوزو دود دی؛ دا نن يې کوه !
***


Comments