top of page
Search

سربداله افغان ته! - ۲۶

سربداله افغان ته! - ۲۶


طنز- محمود نظري


د زورورو خلکو ولي دوه جمع دوه پېنځه کیږي؟

د لویو خلکوولي د خولې تل وته د ښکانځه کیږي؟

که يې خېټه له علمه ډک وي دا مردارۍ له کومه سوه؟

په دې وطن کې په معجزه د ډالرو لوشل له ګړوځه کیږي

ګړوځه( بی پیو غولانځه)

***

رښتیا اخیر نه اخیر لکه لمر راخېژي

تل لیوني ولي زموږ پر ټټر راخېژي

مړو زمریانو ته ان موږکان واعظ کوي

بڼکه په لږ باد له غرو تر سر لوړیږي

***

دلته ډیر ښه چلیږي زورمټي

د پوهو عصري خلکو سرټیټي

که ځان له ناحقه ساتې ستاینه کوه!

دلته ښه چلیږي تر ټولو تالي څټي

تالی څټي( غوړه مالی)

***

سړی له قالبه ډیر مه پړسوه، چوي

دا خېټي بوغیاني ډیري مه پړسوه چوي؟

نا پوه مشران پسه ولس بی اوره الوۍ وي

د ناپوه دغرور ټایر ډیر مه پړسوه چوي؟

الوۍ( په اور ټول پسه کباب ول )

**

تحصیل به ونه کړې ګراني، دا زما د وزیر وعده ده!

ډاکتره به نسې ګراني دا زما د پيري امیر وعده ده!

هغه چې بیسواده اوبیکاره دي زموږ په خوله دي

د هري بې سوادو انجونو د درو بنو سره د ګذارې وعده ده

***


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page