top of page
Search

سیاسی چړي -۲۱

سیاسی چړي -۲۱


طنز- محمود نظري


اومه سپينه هګۍ کله په اختر جنګیږي

پخه هګۍ چرخي ،ځغلي، پچک اوسر جنګیږي

پر خپل خره سپور وزلوبه نه کیږي ملا جانه

اوم طالب به تر کله ولس سره په سر جنګیږي

***

د هرچا د عقل په شان هغه ته ودان حکومت دی

د انسان د انسان د حیوان د حیوان حکومت دی

هر یو د خپلو ماغزو په کچه چلن اوحرکت کوي

د بودله د ببر زمری، د پوه د انسان حکومت دی

***

افغانان اول جیب بیا نړۍ آبادوي

هر یو تر مخه خپله صدرۍ آبادوي

هیڅ چا دا وطن تر ننه جوړل نه کړ

هر یو يی په باټو او ډرۍ آبادوي

***

دا وطن اوس سوی دی افغانانو ته وچ ځنګل

له ویری هر چا نیولی لاس پر خپل کچ کوګل

د سیاسي مذهبي جاهله تښته روا ده د افغانانو

دلته هر یو خوب ویني د کیکې یا د غورمچ دانګل

دانګل( توپ وهل)، کچ ( وړوکی)،غورمچ( غټ مچ)

***

المنکره توصیه څه سوه، ته عملي اک راوختې

اول موږ ویل ته لکه لمر ازلي خپلواک راو ختې

ته په هرشخصي حریم ولې له څپلۍ سره ننوځې

ته تر بدو نظامونو لا تور د آزادي سفاک راوختي

اک( ناورین)

***


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page