top of page
Search

سیاسی چړي -۶

سیاسی چړي -۶


طنز- محمود نظري


خلک دوکان کي شیان او مواد رنګارنګ پلوري

څوک میوه،څوک خاوره، څوک بیا لونګ پلوري

تر ټولوښه تجاران هغه دي چې پلوری نامریی شیان

یاني هر زمان کي وړیا دین او وړیا نیرنګ پلوري

***

طالب جانه زوړ دیوال ته تکیه مه کوه!

له ډر ګاونډیانو غوښتنه د تربیه مه کوه

ته ووایه زما په ږیره دا ستا څه کار دی ؟

لکه چرګ هر کړی اذان او سایه مه کوه!

***

د وطن د مخ عرابه کنده کې بنده پر مخ نه ځي

د ګنډولو لپاره د ستني سپم بند دی نخ نه ځي

د زوړ زمری له چنګي خولې هوسۍ کله تښتي

په باټو ویښتلو هیڅ وخت له وطنه لخلخ نه ځي

لخلخ( لوږه)

***

زموږ ته د دوو پښو حیوان په سترګه ګوري، خوار اروا

دغنمو پر ځای اوربشې راباندي پلوری، ګوار اروا

ټول فرمانونه له هغه ځایه لاسلیک تر کابله رسیږي

د ملي توغ ضد دموږی په زورغورځي هر مردار اروا

خوار اروا (وږسترګی ) ګوار( شوم، پوچ))

***

موږ خپل خیرن لاس په دولتو تیرو پاکوو

خپل مردار لاس په خلکو خوار زهیرو پاکوو

موږ ته د اسلام غوړه خوږه حلوا په لاس راغلی

خپل تر مړونده غوړ لا س په خپلو ږیرو پاکوو

***

 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page