top of page
Search

طالب او سیاست -۱۴

طالب او سیاست -۱۴


طنز

محمود نظري


د طالبانو کله خوړینه ینه یخیږي په ټولو مکتبي انجونو

ځکه له نادانو او جاهلانو بد راځي د ټولو مکتبي انجونو

اخوندان کله د خپلو بیمارو میرمنو په نارینو درملنه کوي

کله ورته اسان دي ډیر ودونه د ښکلو ټولو مکتبي انجونو

***

پوه ښځې هیڅ کله طالبان نه زیږوي

هغوی چړیان او انتحاریان نه زیږوي

له جاهلو یې بد راځي نو جاهلان نه روزي

هغوی مسلمانان دی نو بسلمانان نه زیږوي

بسلمان ( د اسلام جاهل)

***

طالب چي مکتب سوځی، ولي ودان کي هغه؟*

چي انجونې ژوندی ښخوي ولي کاردان کي هغه؟

باداریې نه غواړی دا خواروطن باسواده سي

طالب چي وجدان نه لري ولي باوجدان کي هغه؟

***

که مکتب خلاص کړي، بیا کله طالب دی

دلته دهر ناروا کار کله پاچه طالب دی

دا د پنجاب پیداوار،غلامان او ګلان دي

د اسلام د جهالت تورتلب کله طالب دی ؟!

تورتلب( تور سکاره) ، کله پاڅه( سر او پښې)

***

پخوا لا د انجونو پر مکتب د دوی کله انفلاق وو؟!

پځوا لا د دوی د انجونو پر مکتب هر کله اتفاق وو؟!

چې دنیا طالبان د هغو په ولور ورکولو هڅوي، واوا!

بیله څوواري د طالب داسي ناشکن مات کله میثاق وو؟!

میثاق(تړون)

***

 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page