top of page
Search

طنزیه څلوریږی-۲۴

طنزیه څلوریږی-۲۴

محمود نظري

له هغه ملته چې په فقر   بسیا دی تښته

 له هغه ملته چې په فقر په الحمدالله دی تښته

 فقر په کار ختمیږي  نه دعاوو او لاس لپه ولو

 له هغه چې ښه ژوند یې تړلی په دعا دی تښته

بسیا ( قانع)

***

د ځینو  درناوی د هغه سپکاوی دی

   دهغه په ګومان هغه ستر ستروی دی

 ښه یاران په تیاره کې لکه شوبیني تسبې  دي

 نه هغه یاران چې درسره یې تل تاوی ماوی دی

ستر وی( غټ سړی)،تاوی ماوی( شخړه)

***

ورغلم ماجت ته چي د پساتیانو شکایت وکړم

  ښو خلکو ته د واکمنو د بدو کړو حکایت وکړم

هغه ظالمان ټول د ماجت په اول کتار کي ولاړ وه

 نه پوهیدم  په دې ښو بسلمانانو که ځان تولانت وکړم؟

***

 

 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page