طنزیه څلوریږی-۳۴
- محمود نظری

- Nov 20, 2023
- 1 min read
طنزیه څلوریږی-۳۴
محمود نظري
هرافغان کله ډیر وخت ظلم ته صبور سي !
هر وخت کله له وطنه تښتي ته مجبور سي!
ځان مړ کوي کله له غلیمه په څلورو تښتي!
ولي بې غیرتي پیل په بونګ بونګ د یو زنبور سي ؟
***
یاري له هغه سره کوه چې ښه په تله پوهیږي
د دوستي او یاري په قدر مرد زشکله پوهیږي
دلته تر عزت په خلکو کې شته خورا ښه دي!
دلته جاهل هر درد ته په هغه ډول ایماله پوهیږي
زشکله ( هر وخت)
***
چا چې دا دنیا مرداره لکه چنګاښ بلل
داسې بد لکه خلاصول د پرتوګاښ بلل
نن یې خپله داسي ځان پلن پر اچولی
خلکو کله هغوی لکه سپي دومره سراښ بلل
سراښ(ناشکره )
***


Comments