top of page
Search

ملا او سیاست - ۱۲

ملا او سیاست - ۱۲

محمود نظري

طنز

لمر هله نبات ته ژوند ورکوي چې سر له تلتکه بهر کړي

مور هله ماشوم ته تی ورکوي چې د ژړا غیجکه سر کړي

دا دنیا د عمل او عکس العمل ده یارانو ځان لږ وښوروئ

که افغان ژوند غواړي باید په بوغارو خوشکه حشر کړي

حشر ( شور وغوغا )، خوشکه ( غضب)

***

خدای دې مستي دنیا کې پیدا، ملا وايی ګوره مستي مه کوه!

خدای نعمتونو کې پيدا ،ملا وايي ګوره خوړل سمدستي مه کوه

خدایه چي دی دا دنیا پيدا کوله ولي دی دا توره بلا پیدا کوله

ځان ته قتلونو روا ، ماته وایی ګوره بی اوداسه هستي مه کوه

***

ما ویل طالبان راغله وبه کړي دلته د انسانیت اذانونه

له لوږې یې په دنیا کې په ولس ولیده د ابدیت دوږخونه

خلک لکه دلیوه په لیدو هریخواته وتښتېدل لکه پسونه

چې بیا په هره څلورلاري ونه خوري د عصریت کیبلونه

***

تکیه په نوی رنګ سوي دیوال مه کوه!

باور هیڅکله په باټو د وسله وال مه کوه!

بد خلک د بدو خلکو سره ځان پرتله کوي

تو لانت بیله د سډول په غوړه مال مه کوه!

سډول( جاهل سړی)

***

شیخه ما د کوم چا تر اوسه په نه لیدلي جنت مه ختاباسه

خپله تل تر تله چاغیږې ما په خبرو د ډنګریت مه ختاباسه

ما هم پریږده په دنیا کې لکه تا دغړی او حلوا خوند واخلم

خپله دنیاوي حورې لري ما د بقا د حوروپه صفت مه ختا باسه

غړی( غوړه ډوډۍ)

***



 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page