top of page
Search

ملا او سیاست - ۱۳

ملا او سیاست - ۱۳


طنز

محمود نظري

خوله بنده کړه خلک دی کچه د ماغزه ویني

په پټه خوله دی خلک بی کچه ماغزه ویني

که دي کنډوله خوله خلاصه کړه رسوا به سې

ټوله دنیا به دی تر ټولو کچه ماغزه ویني

کچه( اندازه ،خام او وړوکی ) ، بی کچه ( لا محدود)

***

دننه رسمیت نه لرې، له بهره رسمیت غواړې

خپله قانونیت نه لرې، له نورو قانونیت غواړې

لکه کوڼ خبره په یوه سلا کوي د بل نه اوري

عجبه په ناروا قتلونو هم دنیا هم اخیرت غواړي !

***

اسلام ټول عربي نا پوه جاهلان مسلمانان کړل

ټول سارایي او بازاري بدماشان انسانان کړل

د اسلام دښمنان هغه مسلمان سوي جاهلان دي

یوې ډلې په جوله بدلولو ځانانونه شیخان کړل

***

که مسلماني وي په ډیرو لمونځونو

چرګ ښه مسلمان دی په ډیرو اذانونو

موږ بسلمانان مسلمانانو ته کافران وایو

ژوند تیر سو یو بل ته په غوړو جرتکونو

***

ملا پښه دي د فیل کړه، پام چې یې ونه ښوروې

د دې خوار ملت له غاړه یې ایسته او ونه خوځوې

د هر چا عقل د هغه د لونګۍ د ولونو په کچه دی

د ناصیې په خوله کوه، د بل په اشاره يي ونه ټپوي

ناصیه( د ککرۍ د مخه خوا چې د ګناه برخه ده )

***


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page