ملا او سیاست -۴
- محمود نظری

- Mar 4, 2022
- 1 min read
ملا او سیاست -۴
محمود نظری
طنز
د خدای دپاره نور ګردي میزوته ګردی پښې مه راولئ
هغه چې خپل پرون پټوي دغسي کړپندی جولې مه راولئ
په اپلتې غپلتې تل ریاست یا لوړ مقام خوبونه ویني
چې غلط ته رښتیا وایي دغسي غپندی خولې مه راولئ
اپلتې غپلتې ( پوچي خبری)، کړپندی ( کړپندکی)،غپندی(غپاند)
***
زموږ جاهلان په دین نه پوهیږي د بل اشارت ته ولاړ دي
دنیا ته د اسلام د دین رنګولو او بد صورت ته ولاړ دي
غواړي دا غړکه د ګاونډ په نغوته خالي کړي له کوچو
له نرانو د جرات ځپلو لپاره د ځوانانو حقارت ته ولاړ دي
نغوته ( اشاره)
***
امارته! دا ارت افغانستان په موږ مه تړۍ کوه
المنکره! کوچنی د اسلام په موږ مه کړۍ کوه
له ږیرې سره وچ په مبایلو په سوړو مه ننوځه
وزیره! مخ لوڅ، چمونه مه لکه عمه توړۍ کوه
المنکر( نهی عن المنکر)، تړۍ( تنګ)
***
شیخه دا ولس خر نه دي، آسمان په ډزو مه وله
افغان دود اوکلتور لکه بت د بامیان په ډزو مه وله
خپلواکي په توره تر لاس کیږي ساتل یې په قلم دي
ټوپک ډزوه، ګوره افغان لیکوالان په ډزو مه وله!
***
شیخ صیب خپل هر حرام کار حلالي حلال بولي
د انجونو د مکتب بندول يي جلالي جلال بولي
دا د اسلام سیاسي دوکانداري څه ښه خوند کوي
توبه د بیګناه نفس وژل ځان ته حلالي حلال بولي
***


Comments