top of page
Search

واه واه شیخه! - ۱۰

واه واه شیخه! - ۱۰


طنز- محمود نظری


مفسیدان پټ د وجدان په عذاب اخته وي، که يي لري؟

شیخان دي انسانیت په عمل ثابت کړي، که يي لري؟

لوږه، زلزله ،سیلاب ، ملخان، اوبیکاري یې له قدمه دي

دا وطن به د شیخ په سم ایمان ښایسته سي، که يي لري ؟

***

د ظلم نافرمانان ازاد او پیروان یې غلامان دي

د دین جاهل ته قناعت ورکول خورا ډیرګران دي

تر ټولوښه تجارت دنیا کي د دین بزنیس دی

ریا او ډر یی کار او مشتریان یې ساده ګان دي

***

دومره کبر مه کوه، چي شیطان درته ګوته په غاښ ونیسي

مه مادر زومی کیږه چی ولس درته په لاس پرتوګاښ ونیسي

واوره اې شیخه ناداني او ابو جهلی ستا دین له منځه وړي!

نه باید المنکر موهر منتقد له مرغټانې لکه چنګاس ونیسي

مرغټانه ( خوټه)

***

طالبه ښه غټ ښکرور درواغ وایه؛ خو قسمونه مه خوره!

هر ډنګر شي ته ښه ډیر چاغ وایه؛ خو دودونه مه خوره!

شیخه ښه سیاستدان نه رښتیا وايي، نه اوري نه ویني!

ځان ته سیاستدان او خر دماغ وایه؛ خو نزاکتونه مه خوره!

دود( رسم او رواج)

***

قانون نه لرو دهر خره د عرعر پسې رهي یو

لاره مالومه نه ده د کاروان د خر پسې رهي یو

چا ته مالومه نه ده چیرته او کومي خواته درومو

نه شا ته ګورو نه مخته ټول د شر پسې رهي یو

***


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page