top of page
Search

واه واه شیخه! - ۱۷

واه واه شیخه! - ۱۷


طنز- محمود نظری


نبی ویل د اسلام جام جم به دوه اویا ټوټې سي

ناجي به یوه، یو اویا به یې ړیټې چیټې سي

هغه ناجي ده چې قران مني اوعدالت کوي

نه چي د امت په کاسه کې د شیخ خمټې سي

ړیټې چیټې( چټیاټ )، خمټې(غټي غټي ګولې)

***

شیخه په بسم الله له پنجابي خلاصه خپله کورنۍ کړه !

بیا په الحمد الله خلکو ته د ځان پرته مهیا ډوډۍکړه!

دلته د پټ پټوني بی خونده لوبه تر کومه لا خوند درکوي؟!

بیا په څلور قلو د ملاشموله ایرو ته چالانه پښبنۍ کړه!

پښبنۍ( باد کوونکی یا د اور د تازه کولو سامان)

***

دلته هر خاین ادعا کوي هغه یو حق دی

ولس هم نه پوهیږي چې کوم ناحق يي حق دی

خدایږو که یو لاپه دې کړو چي هغو کړي یا کوي

ان د الله لخوا لا کله د انسان د نوم مستحق دی

***

شیطان صفته انسان تل پوه مسلمان کافر بولي

شیخ د ملامتیدو له ویرې مخاطب پوهان کافر بولي

جاهلان بیا ټول هغه عالم بې لونګۍ، بې ببره ږیره

اوبهر کي هر ژوند کوونکي د پاک ایمان کافر بولي

***

لوی پرمختګ چي راسی خپله هره مذهبي داړه تښتي

که مذهبي داړه راغله ډاکټر ، ماستر یې له رمباړه تښتي

په یو کور کي دوه ډوله عالمان لکه چرګان کله چلیږي

اصلي عالم ډیر د ریا د عالم دکافر د ټاپی له ویاړه تښتي

***



 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page