واه واه شیخه! - ۱۸
- محمود نظری

- Oct 12, 2022
- 1 min read
واه واه شیخه! - ۱۸
طنز- محمود نظری
تر اوسه چا لیدلي، چې یو حیوان هم انسان سي؟!
کله پوه لکه ماته رادیو تل په دوړو ګویان سي
د هر چا قدر د هغه په کچه د لویو دوړو کوه!
دهغه قدر مه کوه چی زجر ته پټه خوله حیوان سي
دوړه ( درواغ)
***
شیخ د خپل جهل په تیشه د علم سټه باسي
د وطن ټول شته او سکاره بهر په چلوټه باسي
د دین تجار د کفر سره ټاپه په لاس کې ده
د ږیرې په برچه له کوټه اسلامه روغه ړمته باسي
کوټه ( بدله پیسه یا بدل شیان)، روغه ړمته( سمه برخه)
***
موږ که یوموټي سو د دښمن خوله ماتیږي
موږ که ګوته ګوته سو د دردمن خوله ماتیږي
موږ تل عربی قران د ختم د ثواب لپاره وایو
که یې په مانا وپوهیږو د ځیرمن خوله ماتیږي
خیرمن ( زیرک)
***
د داړونکي زمری نوم، موږ سړي استوار ته وایو
د خدمتي خره نوم، موږ بې ادب سړی او خوار ته وایو
ځکه ْښه دلته عاجز اوګوار سړی تولنه کې خر دی
زمری غوندې خوني سړی ته، موږ دلته بزرګوار وایو
ګوار(شوم او ساده)
***
انسانیت تر پښو لاندې کوې، لا ځان سم مسلمان بولې
د خلکو حق خوري لا بیا ځان خاوند سم د وجدان بولې
ښه مسلمان مو د بی ګناهو وینو تویولو ته وایې جهاد
په دې شیطاني کړولا شیخ تر ټولو ځان سم انسان بولې
***
عجبه مذهبي دوربین دی وږی موړ ښيي!
عجبه د پروړو ډک جبین دی تود سوړ ښیي
د ټاغ سترګی شیخ د شرم ادرم په سترګو کې نسته
عجبه ذره بین یې دی د خلکو زور ډیر ووړ ښیي


Comments