واه واه شیخه! - ۱۹
- محمود نظری

- Oct 12, 2022
- 1 min read
واه واه شیخه! - ۱۹
طنز- محمود نظری
خیر دی که وطن بې سواده سي
خیر دی که افغان بې هیواده سي
زه شیخ خپل خیرن سوچ په دنیا منم
خیر که وخت مخته له میلاده سي
***
په انسان کی ګران شی باور دی په هغه ویاړ د پګړۍ له منځه ځي
په انسان کی بد شی لوږه ده په هغه د ډار او باړ جړۍ له منځه ځي
که یو امیر ولس ته خپل باور بایلي هغه خلکو ته نور مړ کیږي
په یوه لویه کشتۍ کی په یو وړ غار، جوړجاړ د بیړۍ له منځه ځي
جړۍ ( بنیاد)، جوړجاړ( انتظام، سلامت )، باړ ( توپک چلول)
***
له جاهل سره په یوه لاره مه ځه، نوشادر درنه جوړیږي
له اور سره په یوه تګلاره مه ځه سمندر درنه جوړیږي
له هغه چې په قسمونو تور درواغ سپين رښتیا کوي سره
په یوه کړنلاره کې لکه د طالب ویاند ډر درنه جوړیږي
سمندر ( د اور موږک)
***
ملا له جنته دي تیریو، موږ د خپل شعور خاوند پریږده
ستا د اختیارجنته تیر یو، موږ ته د دنیا ژوند پریږده
په موږ دوږخ مه جوړوه ، ستا د ذهن جنت نه غواړو
دا شنه باغونه یې ستا، موږته د تیر ژوند شخوند پریږده
***
د شیخ ټول کړه وړه دنیا کي ظاهري دي
د ښه انسان اړیکې له الله سره باطني دي
دې په زړه کافر په ظاهرمسلمان ریا ته ګوره!
د هریوه یوازې کړه دنیا کي خوټي او خېټي دي
***


Comments