top of page
Search

واه واه شیخه! - ۲۰

واه واه شیخه! - ۲۰


طنز- محمود نظری


شپون مو ورک او پټ دی په غارو کي

لیوان يي ایله کړي د پسونو په رمو کي

بی اختره د اسلام په چاړه خلک حلالوي

هیڅ امر د امیر څوک نه مني په ښارو کي

***

ټوله ورځ شاړپاړ اخته دي د اوداسه په مکروهاتو

د ناهل وزیر، د مړپړ امیر په کراماتو او ښو صفاتو

په ګردي میزو مو هر نادان یوازې خپل صفت کوي

نه وايي ملاولي د خېټې اتمي بم غورځوي پر عاجزاتو

شاړپاړ( جاهل )

***

عالمان مو وړیا اروپا ته ورسول، لاڅه شي غواړئ؟

خلک مو د فقرتر لوړې رتبې ورسول، لاڅه شي غواړئ؟

د مکتب مکتب بند فرمان مي درته صادر کړ، شکر وکړئ!

ټول اداری نظام مي په مرداریو ولړه، لا څه شي غواړئ؟

***

په ملي تجارت کې تر ټولو ښه د دین دوکانداري ده

په سیاست کې تر ټولو ښه د خودبین فرمانبرداري ده

دلته ښه دهر طالب په هر کار کې ډیره بې ایماني ده

ځکه سپورت کې دڅو ښځو ملایانو تمرین خانه داري ده

***

تا خیرن د واک لپاره طریقه لومه کړې ده

خپله ببره ږیره دي مور ته دپلومه کړې ده

د وطن ټوله وینه دي اینده کړه لا چولاوه يي

ولس ته خپله ظالېمه ډله دي مظلومه کړې ده

طریقه ( دین ). مور ( وطن)، چولاوه ( ډیر تږی) ، اینده( په یوسا چښل)

***


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page