واه واه شیخه! - ۲۱
- محمود نظری

- Oct 12, 2022
- 1 min read
واه واه شیخه! - ۲۱
طنز- محمود نظری
شیخه! امریکا ستا په زورورتوب نه ده وتلې!
چا تر اوسه دنیا کې په خامتماتوب نه ده ګټلې
په خپل وعدې وفا وکړه که رښتیا مسلمان یي!
دېو یو، تا دوه واري په ځانمنتوب نه ده بایللې؟!
دېو( شیطان)
***
ما چې ویل شیخ له چلبازي ، په ګیلو سر نه خلاصیږي
ملا تورلینګي ته په پشوبازي، په رټلو سر نه خلاصیږي
شیخه ! ستا بې اذانه هم په دې وطن سهار لمر خپریږي
ولس سره د اخوند په مکاري، په ټاکنو سر نه خلاصیږي
***
شیخه ته ښځه یي که نر، تور توغ ستا په لیدو نیغ وي
افغانه! ملا ستا جنډه غورځوي خپله په بوس بادو نیغ وي
هر ورځ پر خره چپه سپور مخ تور،چپلکې په غاړه
یوه مړینه ښه ده، چي د بدو توغ پر ټټر د رسمو نیغ وي
بدو( حریف) ، دود( رسم او رواج)، بوس بادو( لاپو)
***
د طالبانو په واک کې نام خدا خورا ږیرې اوږدیږي
د خوشحالۍ او مړښت د مستو مو خمبیرې ډیریږي
شکر د هر خیرن ملا مقام د سپین کولنګی چرګ سو
د المنکر په پو مو هر ورځ اور د نغری ورکیږي
خمبیرې ( بوزیدل)
***
جاله مو په اوبو کی ایله ده لالهانده
له پورته دمد وجذر څپو کړه ځلبلانده
یوه څپه مو پورته بله مو کړی کښته
کله به خلاص سو له دې شیخ پسمانده
ځلپلانده ( نارامه،پریشانه)
***


Comments