top of page
Search

واه واه شیخه! - ۲۴

واه واه شیخه! - ۲۴


طنز- محمود نظری


دلته ان سره وینه تویول تر اوبو اسانه ده

د چا په مظاهره، د چا په سازو څاپه روانه ده

دلته ځوانان د ملي بیرغ په مینه بد رنګه کیږي

تر« مه کوه!» ویولو، وهل په کیبلو ارزانه ده

***

بد هغه چي وجدان د یو چا مړ سي

بل هغه چي ایمان د چا اړوتړ سي

انسان کله لکه حیوان په شرم پوهیږي!؟

بد هغه چې انسان، حیوان ته اړ سي

اړوتړ( چل)

***

ملا ته د وړیا حلوا، خورا جنسي غریزه ورکوي

له بیت الماله غلا ته نوم اسماني معجزه ورکوي

داسې اهلکار لا هم سته اونۍ که غبرګ ودونه کوي

شیخ داسي زن کارو ته دښه اهل کار جایزه ورکوي؟!

***

کله د جمهورانو مستي ده، کله یې نیستي ده

په هر وطن کې د یو پوه مشر لرل هستي ده

د دې وطن په نصیب یو پټ ډارن امیر سو

همدا دلیل دی چي د هر طالب دلته خرمستي ده

***

مارګیر اخیر د خپل هوده سوي مار ښکار دی

هر هغه چې غلط شیان وایي هغه مکار دی

ساده، احمق ته جواز ورکوي دهغه واکمن سي

دا مو د خپلو شاړپاړ سادګانو ډیر لوی ابتکار دی

شاړپاړ( بیعلمه)


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page