top of page
Search

واه واه شیخه!- ۳۰

واه واه شیخه!- ۳۰


طنز- محمود نظري


د شیخ چې هر څه خوښ وي په هغه یې وینا ګفتار وي

د جاهل او د پردي دغلام ډزي وښتل نشه خمار وي

له جاهله د کومي ښې او رښتیا خبرې تمه مه کوه!

د ژوند په ډرامه کې د هر چا اکت د هغه د روزګار وي

***

بس ښځه یوازې له کوره وتائ نسي!

بس یوه یې ښوونځی ته تلائ نسي !

شیخ: ښځه انسان نه دی ، مال دی

دا پټ مال بې مخ پېټکه څوک لیدائ نسي؟

***

پخوا یې په دار ځړول تلویزیونونه

اوس هر یو په جیب کې ګرځو مبایلونه

اسلام تغیر سو که دوی نه پوهیدل؟

ځینې لا تر ننه په چټیاتو وهي شخوندونه

***

چې سرتوره خپله مور وینې،لا نه ژاړې، افغان یې؟

چې دا دلته لا بل ډول بسلماني نه غندې، بسلمان یې؟

د مور وطن ټوله ګاڼه دي د پردو ترپښو لاندې سوه

چي ږغ نه پورته کوې،لا خاوند د ښه اصل وجدان یې!

***

چې په ښوونه کې ماشومان وهي، بیا وایي: ستم له کومه سو

مشران ټول درواغ وایي: بیا وایي خراب سیستم له کومه سو

فاسد ته خپل ځان او دین تر ټولو بشر او ادیانو لوړ ښکاري

چې چیري عدالت وي هلته بیا لوږه،غم او ماتم له کومه سو

***

 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page