واه واه شیخه! - ۳۳
- محمود نظری

- Dec 25, 2022
- 1 min read
واه واه شیخه! - ۳۳
طنز- محمود نظري
د تورظالم لیوه خوله پر موږخوندېدلې ده
زموږ پټه خوله يي هر وخت ملا تړلې ده
هریو راته له ویرې وایي چش: څه مه وایه!
هرکله یې ددین په نوم مرداری په موږ څټلې ده
***
شیخان خپله هره ګناه د خدای په غاړه اچوي
د خپل کفر په کفاره بیا په غاړه د پسه چاړه اچوي
نور د مذهب په نوم خېټي سیاست پریږده شیخه!
هره ګناه ولي شیخ په لیوه نه د پسه په رمباړه اچوي
***
بس که! دلته کله اسلام سته، کله مسلماني
هر چیري سارايي محاکمه ده، کله قانوني
بې سرپوښه دولت دی، هر څه ورلویږي
هر څڼور د بل د کاکل ګندنه ریبي په زورزیاتي
***
څه چې لوده دنیا موږ نه مني،موږ شکر ډیرخوشکیت لرو؟
په دې ښو تورو کړو،شکرسپین بیرغ په نامه د اسلامیت لرو؟!
دنیا دي غاپي زموږ کاروان ترکستان ته رهي دی، رسیږي
که دنیا اتوم لري، موږ په پټاوبم د هغو د وژولوصلاحیت لرو؟!
***
د نن شیخ په خبرو کي منطق نه پیدا کیږي
په ټولو کښې یوعالم او ناطق نه پيدا کیږي
په یو دین کې دوه شیخان یوه خوله نه دي
د مړامرغوړمالي ته یو منافق نه پیدا کیږي
ناطق ( د شعور خاوند)،نطق ( وینا )
***


Comments