واه واه شیخه! - ۳۴
- محمود نظری

- Dec 25, 2022
- 1 min read
واه واه شیخه! - ۳۴
طنز- محمود نظري
له هغه بیزو چې ځان انسان بولي تښته!
له هغه بسلمانه چې ځان مسلمان بولي تښته!
هیواد کې بې قانوني د ځانمني اساس جوړوي
له هغه غلامه چې ځان سلطان بولي تښته!
***
پرون چې غله وه له برکته یې پیسې هم ډیري وې
هرچا ته د غلا لارې چارې او نخرې هم ډیري وې
هر چا ته د هغه د کسب په اساس روزي رسیږي!
شیخ سره وړیا ټوک وېشل او فتواوي هم ډیري سوې
ټوک ( د ډوډۍ ټوکړه طالب ته ورکول)
***
علم نادان ته د هغو پټ جهالت ښيي
هغو ته د دین او دنیا دهوا حالت ښیي
اصلی علم د عصر دی چې دین یې فرض بولي
دا د علم مباح بلل د دین د نادانانو ذلت ښيي
***
سپین پټو له غوږو لیري کړه، څوک یې ته؟!
مور په شیطان پلورې د چا تارتوک یې ته؟
د دنیا په ګټه عقبا خرابوې رښتیا بسلمان یې ته؟
شیخه! د بل په غمزه نامیخدا ریوک يي ته
ریوک ( چالاک)، غمزه( په سترګو اشاره)
***
د دنیاوالو یوم البهتر دی، زموږ د شیخانو لا یوم البدتر
موږ ځان ته خپله جوړکړی دی تر کافرانو لا یوم البدتر
له ناداني د بل په ناړو خپل برېتونه تاو وو او ګرځو
د سرکس خره لا عصري سول موږ یو تر هغو لا یوم البدتر
***


Comments