واه واه شیخه! - ۳۵
- محمود نظری

- Dec 25, 2022
- 1 min read
واه واه شیخه! - ۳۵
طنز- محمود نظري
د ټولو طالبانو ماغزه په یوه کوچنۍ ککرۍ کي دي
یا هم د پردو د بغلي جیب په غټي صدرۍ کي دي
د شیخ سرک او پچک تر اوسه مالوم نه دی؛ ځکه
طالبان له خلکو سره لکه پیشوګاني په یوه بورۍ کي دي
***
چي د ډالرو باران وو، ترۍ مو پرسر نیولې وه
چی دعلم لمر سو بیا چترۍ مو پر سر نیولې وه
چې چترۍ مو ماته سوه باران او لمر هم ورک سو
اوس د جهالت ژلۍ اوري دفقر ټوکرۍ مو پر سر نیولې ده
ترۍ ( ناوه )
***
طالب هغه دی چې لمونځ کوي، قبله نه پېژني
جاهل هغه دی چې هوښیار او بوله نه پېژني
له طالبه د ښه کار هیله مه لره، د جهالت بچ
بی شرمه ځانمني ده بل شی بیله ایماله نه پېژني
بوله ( ساده)، بچ( اولاد)
***
هله خلکو شیطان ږیره پرې ایښې ځان شیخ بولي!
ساده بیا علم نه، ږیره د مسلمان سټ او بیخ بولي
هغه شیخ چې د افغان اواسلام ضد شیطاني عملونه کوي
ولس هغه د باختر د نخښې پر مخ زنګوهلی کوږ میخ بولي
***
ژوند یو خدایي ډالۍ ده ترې خوند واخله
د تیرو خلکو له تاریخه څه ناڅه پند واخله
پوه خلک مو تل د بدو حالاتو ډیر ربړېدلي دي
شیخه نورد نا پوهو د نه غولولو سوګند واخله
***


Comments