top of page
Search

واه واه شیخه! - ۳۶

واه واه شیخه! - ۳۶


طنز- محمود نظري


بد هغه چې د کوم خوار وجدان مړ سي

ښه تر هغه چي هغه خوار انسان مړسي

کله به افغان چې ظلم وویني، ورته ببر سي؟

د شریعت ببر په نامه د هر خوار توان مړ سي

***

شیخ وایي زه ټوپکي په خپل وچ زور باچا یم

لکه زمری، په خپل لنډ او بوچ شور باچا یم

طالبه لږ د دنیا په سیاست هم سر خلاص کړه!

وایی د چا نه منم په خپل سوچ پرخپل خرسپور باچا یم

***

کلداره مو پیسه اصلي امیر مو تور دی

بیا یې اچولی د اسلام په لاس دلته تور دی

شیخ توغ، قانون ژوندي تیروي لکه مار

هر لوړملي ارزښت مو ښکاره ترور دی

تور ( دام)

***

طالبه تر مینې په کیبل پر ولس ژر خپل نظر منلای سې

د خلکو هریخوا له تښتیدو نه ژر خپل پسمنظر لیدالای سې

په وطن کي میلیون میلیون ښه، یو خرتوب له منځه وړي

ریا دومره سوه، ان ماشوم لا کله باطل منظر منلای سي

***

په دنیا کې حق د بشر، دلته حق د هر شر سته

هلته حق د ټولمشر، دلته حق د هر کشر سته

دلته واسلینوال زر په روپۍ دي لا ارزانه؛ ځکه

پوه ناحق لږ بشر، نا پوه برحق ډیر ابوالبشر سته



 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page