top of page
Search

واه واه شیخه! - ۳۷

واه واه شیخه! - ۳۷


طنز- محمود نظري


شیخه! لکه کوکي ناوکۍ په یوه خبره ټینګیږه مه

که نر یې کله هم لاس دي پر ښځو پورته کیږه مه

پر ښځو یوازي وحشي او بې غیرته لاس پورته کوي

په دې ټوپک ډیر فرعونان نازیدلي ته هم ډیر نازیږه مه

***

د هرچا چې له ولسه رنګ سوا سي، رسوا سي

د یوې پاڼې چې له نورو رنګ جلا سي نیمخوا سي

تل د خپلي ټولنې هم رنګه اوسه که هوښیار یې

هغه حلال چې انسانیت ته بې پروا سي ناروا سي

سوا ( پرته ، بیغیر)

***

د تیرو پسې ګرځیده د نن، سبا غم نه خوړل مکاري ده

په هر ښه کار کي ولي د دې شیخ ډیره ځنډ کاري ده؟

ان پسونو لیوه سپور پر خپلو اوږو ګرځوي چې یار سي

څه ګټه دهغه کله خوښه په خوړوکې بیله غوښه ترکاري ده

***

شیخه! ووایه تر اوسه دي کوم رښتني کار سم کړئ

کله دي تر اوسه د کوم مسلماني کار بې چم کړئ

ستاسو د مغزو کڅوړې څیرې دي، هغه وګنډئ؟!

دنیا ته مو د لونګۍ ککر په هر خندنی کارخم کړئ؟

***

واه شیخه! په غوړمالي فرض ته مباح وایې

نفاق اچولو ته په کامونو کې ته اصلاح وایې

ترکله به په المنکرلیوه دا پسونه سکڼې، شیخه!

ولسه! ترکله به د پخوا بلدوزرانو ته طراح وايې

طراح ( نخشه کښونکی)

***


 
 
 

Recent Posts

See All
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

 
 
 
طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

 
 
 

Comments


Commenting on this post isn't available anymore. Contact the site owner for more info.

©2020 by mahmudnazari.com

bottom of page